د میرامور پل جوړ شو

comments 0

0 Views

هندوکش – دایکندي: د دایکندي میرامور ولسوالی کې یو پل د ۱۵ نیم میلونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دایکنډي والي محمود بلیغ چې د یاد پله د پرانیستې په موخه یې میرامور ولسوالۍ ته سفر کړی وو وویل، دا پل ۲۶ متره اوږدوالۍ لري او د کلیو د پراختیا او بیارغوني وزارت له لوري په پنځلس نیم میلونه افغانۍ جوړ شوی.
هغه وایي دا پل به د میرامور ولسوالۍ د برګر سیمه د ولسوالۍ له مرکز سره وتړي؛ چې وړاندې خلکو دې برخه کې ستونزي لرلې.
د سیمي اوسېدونکي هم د دې پله په جوړېدو خوښ دي او له دولته د ورته نورو بیارغنیزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.
شاه رسول غزنوي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply