د میدان وردګ ښارواله ظریفه غفاري له وسله وال برید روغه وتلې

comments 0

هندوکش ــ کابل: پرون د میدان وردګو پر ښاروالۍ ظریفه غفاري د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند خوشحال خان مېنه کې وسله وال برید شوی دی.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل چې دغه پېښه پرون یکشنبه ۱:۳۰ شوې ده.
هغه وویل په دغه برید کې مېرمن غفاري ته زیان نه دی رسېدلی او یو امنیتي پلاوی د څېړنو لپاره د پېښې ځای ته استول شوی دی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې د پېښې د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
میرمن غفاري څو اونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د نړۍ د زړورو ښځو جایزه تر لاسه کړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې د « IWOC» په نوم د زړورو ښځو جایزه د نړۍ په کچه هغه مېرمنو ته ورکوي چې د سولې، عدالت، بشري حقوقو څخه د دفاع، جنسیتي برابرۍ او د ښځو د ظرفیت لوړولو په برخه کې هلې ځلې کړي وي.
د میدان وردګ ښارواله مېرمن ظریفه غفاري په ۱۳۹۷ کال کې د ازاد رقابت له لارې د میدان وردګ ولایت د مرکز ښارواله شوه.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments