د میدان وردګ ـ بامیان سړک د جوړیدو هوکړه وشوه

comments 0

هندوکش – وردک: ټرانسپورټ وزارت له یو خصوصي شرکت سره هوکړه لاسلیک کړه چې د میدان وردګ ـ بامیان سړک په اساسي ډول جوړ کړي.
د دې سړک اوږدوالی ۷۰ کیلو متره ښودل شوی چې ۳۲ کیلو متره په میدان وردګ او ۳۸ کیلو متره په بامیانو ولایت کې راځي.
د دې سړک په جوړیدو ۴۸ میلیونه یورو لګښت راځي چې سور به یې ۷ متره وي.
د ټرانسپورټ وزیر یما یاري ټینګار کړی چې سړک به په اساسي ډول جوړیږي او په دې برخه کې به څارنې ته دوام ورکړي.
یاري دغه راز د کابل په لویدیځ کې د کمپنۍ پل په اړه هم ویلي چې سروې یې ۸۰ سلنه بشپړه شوې او د کال د وسط بودجه باندې به ژر په اساسي ډول جوړ شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments