د ميدان وردګو ولسونو د علي پور د نيولو کيدو په ملاتړ کې لاریون وکړ

comments 0

هندوکش ـ ميدانښار: په میدان وردګو کې نن سلګونو خلکو د ۱۵۰ کسيزې ناقانونه وسله والې ډلې د مشر عبدالغني علي پور پر ضد او د حکومت ددې کار د ستاينې په پار لاریون وکړ.
دوی چې « عدالت غواړو» « خپل حق غواړو» شعارونه له ځان سره وړل وويل چې د علي پور د ظلمونو له امله ورته سخت زیانونه رسيدلي دي چې اسناد او شواهد هم لري چې ډير ژر به د علي پور پر ضد په محاکمو کې عارض شي.
دوی په لويه کې د حکومت او په خاص ډول د ملي امنيت د لوی رياست د منسوبينو ستاینه وکړه چې د زور واکو پر وړاندې په جديت سره مخکې ځي.
دوی وویل چې هيڅوک يا ډله ددې حق نلري چې د ناقانونه وسله والو پر مټ د افغان ولس په منځ کې درزونه پيدا کړي او حکومت ته په کار دي چې زور واکي له قومي، سمتي، نژادي او مذهبي هويت پرته په جديت سره وځپي او پر ضد يي کوټلي ګامونه پورته کړي.
بلخوا د ملي امنيت لوی رياست ويلي دي چې دوی د ناقانونه وسله والې ډلې مشر او د کابل د تيرې شپې د بلوا او بغاوت لپاره له د باندې ګمارل شوی علي پور نیولی دی او ډاډ يي ورکړی دی چې د نوموړي په اړه به وروستۍ پریکړه محاکم کوي نه افراد او ډلې.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments