د مولوی يعقوب او شيخ هبت الله تر منځ د نويو ګمارنوپر سر ناندرۍ او د يوې نوې ډلې د موجودیت اعلان

comments 0

هندوکش ـ کوټه: پرون په يو شمېر رسنیو کې د طالبانو د نویو ګمارنو په اړه ځينې خبرې کښته پورته شوې چې پکې ويل شوي وو چې طالبانو د لسو ولايتونو لپاره خپل سري والیان، د کندهار لپاره ولسوالان، د ځينو کمیسیونونو مسولین او يو شمېر نورکسان بدل کړي دي.

تر دې دمه د طالبانو رسمي سرچینو د ادلون بدلون په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د مطبوعاتې برخې يو مسول د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ويلي دي چې ددې کسانو د نه ډاګیز کيدو لامل دادی چې د مولوي يعقوب او هبت الله آخون تر منځ پر ادلون بدلون ستونزې جدي شوي دي.

ویل کیږي په ګوښه شویو کسانو ډيری هغه افراد شامل دي چې اخترمحمد منصور او مولوي يعقوب ته ژمن دي.

اوس اوس په کوټه کې د طالبانو د وژل شوي مشر ملامحمد عمر زوی مولوي يعقوب ته نيږدې سرچينې وايي چې نوموړی پر وروستیو تبديليو خوښ نه دی ځکه له ده سره مشوره نه ده شوې او هبت الله په خپل سر  ځينې کسان لرې کړي او يو شمېر نور کسان يي معرفي کړي دي.

ملايعقوب ته نيږدې سرچينې وايي:« نوموړی پر دې ځکه خوښ نه دی چې هبت الله په دې کار سره هڅه پيل کړې څو خپل ضعف پټ کړي ځکه لرې شوي ټول والیان او د قطعاتو منسوبین داسې خلک وو چې پر شته مشر به يي تندې نيوکې کولې او د کوټې شورا به يي پر کمزوري مدیریت تورنوله.»

سرچينه زياتوي:« مولوي يعقوب ډيرې هڅې وکړي څو ددې ستونزو د حل په خاطر پر معقوله لاره فکر وشي او نوموړي د حقاني شبکې له مشر سراج الدين حقاني سره هم په میرانشاه کې دوه ځلې د کوټې شورا د خپل منځي ستونزو پر حل خبرې کړې وې خو د حقاني د نورو بوختیاوو او کوټې شوراه د نه علاقه مندۍ له امله دې خبرو وړ پایله نه وه ورکړې.»

اوس اوس ويل کيږی پر دې تعيناتو باندې د هلمند خپل سری والي ملا منان او د طالبانو پخوانی مالي مسول مولوي ګل آغا هم خوښ نه دي او دوی خبرداری ورکړی دی چې د هبت الله آخونزاده قومي سیاستونه به ورته د منلو نه وي او نوې تبديلې يوازې او يوازې ددې لپاره شوي دي څو په راتلونکي کال کې هبت الله آخوند د داسې څيرو په ګمارنه پر ځان نيوکې کمې کړي.

په هلمند کې ملامنان ته نيږدې سرچينې وايي چې اوس اوس نوموړي ته کوټې شورا خبرداری ورکړی دی چې د بغاوت د دوام په صورت کې به نور پر نوموړي مالي مرستې هم بندې کړي چې ملا منان يي په ځواب کې ورته ويلي دي چې په نیږدې ټول سويل او لویديځ کې دوی ته ایران ډيرې پيسې ورکوي او اړتيا نشته چې د کوټې شورا ته د پاکستان ډيرې کمې ورکول کيدونکې پيسې دوی ته ورکول شي.

ملا منان ته نيږدې سرچينې زياتوي:« په هلمند کې د طالبانو شته جوړښت چې له مالي پلوه پياوړی او په جنګي برخه کې هم تر نورو یو څه فعال دي هڅه کوي چې د طالبانو شته مشر ملاهبت الله د اسلامي امارت د مشرتابه له څوکۍ لرې او پر ځای يي داسې کس وټاکل شي چې د قومي يا فردي سياستونو پر ځای د ملاعمر او منصور په شان طالبان ټول تر يو ګډ شعار لاندې راټول کړي.»

همدارنګه طالبانو ته ځينې نيږدې سرچينو ويلي دي چې د کوټې شورا د ملا منان د تضعيف کيدو په خاطر قيوم ذاکر هم د مشرتابه شورا له غړيتوبه لرې کړی دی  او پر ځای يي ملا عبدالباري ذاکر ټاکلی دی چې نوموړی او ملامنان په  موسی کلا او نوزاد کې د ځمکو پر سر پخوانۍ ستونزې سره لري او همدا اوس يو بل ته په کمين کې ناست دي.

په نوزاد او موسی کلا کې د طالبانو او ولس تر منځ د ځمکو پر سر وروسته تر هغه خونړۍ نښته وشوه چې د ملا منان افرادو په دې ولسوالیو کې د خلکو ځمکې پر خپلو پلويانو و ويشلې او شرط ورته دا ټاکل شوی وو چې په دې دوو ولسوالیو کې هيڅ وګړی نشي کولای له کوکنارو پرته نور څه پر خپلو ځمکو وکري او يا کرل شوي کوکنار د دوی د ټاکل شوي کمیسيون له اجازې پرته پر بل چا وپلوري.

په هلمند او کندهار کې د طالبانو قومي سياست وروڼه ولسونه هم انديښمن کړي وو چې ددې ستونزې د حل په خاطر په موسی کلا او نوزاد کې د روان کال په مني کې د ولس او طالبانو تر منځ په نښته کې ګڼ شمېر ملکی وګړي شهيدان او يو شمېر طالب ترهګر هم و وژل شول.

یاده دې وي چې په نويو کسانو کې ډيری ګمارل شوي کسان د هبت الله سره نيږدې اړیکې لري او په تیر کې يي پر نوموړي نيوکې هم نه دي کړي خو بل لوري ته په ننګرهار کې نيږدې په دریو ولسوالیو خوږياڼو، پچيراګام، چپرهار او يو شمېر نورو سیمو کې ځايي خلکو داسې شپې پاڼې ليدلي دي چې د ملااختر محمد منصور د پلويانو په نوم يوې ډلې پر ديوالونو ميخ کړي دي.

په دې شپې پاڼو کې چې په پښتو او دري ژبه دي پر شته مشر هبت الله باندې سختې نيوکې شوي دي او نوموړی د پاکستان د ګټو مدافع بلل شوی دی.

پر رنګه او سريښ لرونکي کاغذ په چاپ شویو لیکنو کې د ګرځنده ټيلېفون درې شمېرې، برېښناليک او د فېسبوک پاڼې ادرس هم خپور شوی دی.

د ملا اختر محمد منصور د پلويانو په نوم خپره شوې دغې پاڼه کې د طالبانو له اوسنۍ رهبرۍ شکايتونه هم راغلي او ټينګار يې کړی چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې يې له يو شمېر طالبانو سره په دې اړه خبرې شوې دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼی هم دا موضوع تاييدوي او وايي، له ځينو ولسواليو داسې راپورونه ترلاسه شوي دي.

یاده دې وي چې د طالبانو تر منځ خپل منځي ستونزې د ملامحمدعمر د مبهم مرګ تر افشا کيدو وروسته ډاګيزې شوې چې د ملارسول ډلې ښکاره بغاوت وکړ او د ملا دادالله کورنۍ او د ځينو نورو مشهورو طالب مشرانو د کورنۍ غړي د کوټې شورا په خپل وخت کې په ډير وحشيانه ډول قتل عام کړل.

د طالبانو د همدې خپل منځي ستونزو له امله په تیر کال کې په پاکستان کې هم تر پنځوسو ډير طالب مشران په مبهم ډول ترور شوي دي چې تر اوسه يي لامل نه دی روښانه شوی خو ويل کيږی ډيری هغه طالب مشران چې پر شته مشر يي نيوکې کولې يا يي د پاکستان د لاسوهنو مخالفت کاوو وروسته تر هغه يي د ترور چار پيل شو چې د پيښور په حقانيه مدرسه کې د طالب مشرانو يوې پټې ناستې ته د پنځوس کسانو د ترور ليست وسپارل شو.

هندوکش

 

Comments

Leave a Reply