د مولوي ظاهر حقاني شهادت غبرګونونه راپارولي

comments 0

هندوکش – ننگرهار: تېره ورځ له غرمې وروسته یو ځانمرګي بریدګر د جلال اباد په ښار کې د ننګرهار د حج اوقافو رییس مولوي ظاهر حقاني په نخښه او شهید کړ.
مولوي ظاهر حقاني ځکه د ترهګرو له خوا په شهادت ورسید چې د هغوی جګړې ته یې ناروا ویله او په خپلو بیانونو کې به یې ترهګر خوارج یادول چې د اسلام له دین وتلي دي.
د ظاهر حقاني شهادت په ټولنیزو رسنیو کې سخت غبرګونونه راپارولي او د هغه مرګ یې د دیني علماوو په برخه او افغانستان کې لویه ضایع بللې.
ځینو لیکلي چې یو دیني عالم مو درلود چې د افغانانو د دښمن پروړاندې به لکه سپر ولاړ و.
دا برید ارګ، اجرایه ریاست او امنیت شورا هم غندلی او له دیني علماوو یې غوښتنه کړې چې د مولوي ظاهر حقاني په څېر ټول باید دا لار تعقیب کړو او د ترهګرو د رسوا کولو لپاره لاس پکار شو.
له مولوي ظاهر حقاني سره په دې برید کې دوه نور کسان شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
فرهاد شهراني

Comments

Leave a Reply