د مولوي ریحان شهادت زیات خلک خواشیني کړي

comments 0

هندوکش – کابل: د مولوي سمیع الله ریحان د شهادت خبر زیات خلک خواشیني کړي او دا یې یوه لویه ضایع بللې.
ټولنیزو رسنیو کې پر طالبانو او نورو ترهګرو ډلو لعنت ویل شوی چې په جوماتونو کې بریدونه کوي او دیني عالمان په نښه کوي.
مولوي ریحان چې ډیرو خلکو یې دیني مسایل د ټلویزیونونو له لارې تعقیبول، یو هېواد پاله او په وطن مین دیني عالم یاد کړی دی.
ټولنیزو رسنیو کې تر ډيره باور کیږي چې مولوي ریحان د پاکستان د ای ایس ای له لوري د طالبانو په وسیله شهید شوی دي.
مولوي ریحان په پاکستان نیوکې کولې چې د افغانستان د جګړې لپاره وسله وال روزي او افغان ځواکونه او افغانان پرې شهیدان کوي.
ټولنیزو رسنیو کې د مولوي ریحان له خواخوږو او کورنۍ سره غمشریکې شوې او پر مسوولو ادارو غږ شوی چې عاملین پيدا او مجازات کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments