د مولانا سميع الحق وروستۍ خبرې ، له ترهګرو د پاکستان دملاتړ د ثبوت ستره بیلګه!:وحيد افغان

comments 0

په پاکستان کې د ترهګرو د روزنې د تر ټولو غټ مرکز ( حقانيه مدرسې) د مشر مولاناسميع الحق وروستیو خبرو په رسمي ډول دا تاييد کړه چې ترهګر په پاکستان کې روزنیز او د جلب او جذب مراکز لري ځکه دې پاکستاني ملا په ښکاره وویل چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري پيل شوي وحشتونه په حقه دي او باید ملاتړ يي وشي.

په وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې د امريکې د ستراتيژي له اعلان سره سم اوس نو پاکستان باید خپل حقانيت ثابت کړي ځکه کله چې ستراتيژي اعلان شوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په رسمي بیان کې نه يوازې د ډونالډ ټرامپ پر خبرو سختې نيوکې وشوې  بلکه ځان يي هم عملا د تروریزم قرباني وباله حال دا چې د امريکې د ميلياردونو ډالرو له ترلاسه کولو سره سره پاکستان تر اوسه هم د طالبانو او حقاني شبکې په ګډون په سيمه کې د فعالو شلو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي، چې په دې تړاو څو ځلې د پاکستانيانو نيول کيدل او له رسنیو سره خبرې يي ښکاره ثبوت دی.

همدارنګه پاکستان باید دا هیره نه کړي چې د دوي د استخباراتي اداري آی ای آی يو لوړپوړی افسر همدا اوس د افغان استخباراتو په زندان کې پروت دی او له هغه سره شته معلومات له نيږدې شلو ترهګرو ډلو سره د پاکستان د اړيکو لپاره ښه ثبوتونه لري.

پاکستان که رښتيا د تروریزم قرباني وي او ځان له ترهګرۍ سره  د مبارزې د متحدينو د ډلې ملګری بولي ورته په کار خو دا وه چې مولانا سميع الحق، مولانافضل الرحمن او دوی ته ورته ډير نور ملیان چې په پاکستان کې د يوې سترې شورا او يو سياسي ګوند مشري کوي ونيسي همدې نيولو به يي پر دې هیواد يو لوري ته نړۍ وال فشارونه کم کړي وی او بل لوري ته به افغان ولس هم لږ څه ډاډه شوی وی چې په څنګ کې پروت ګاونډی مو که وژني هم لږ تر لږه په ځينو مواردو کې غواړي يو ډول ګذاره وکړي.

په پاکستان کې د ترهګرو د شتون په تړاو نه يوازې افغان دولت بلکه د سيمې ډير هیوادونه مستند اسناد لري او د القاعدې ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن تر وژل کیدو وروسته د افغان طالبانو  مشر ملاعمر په پاکستان کې و وژل شو، اخترمحمد منصور په پاکستان کې امریکايي الوتکو په نښه کړ، نوی مشر يي مولوي هبت الله په کوټه کې وټاکل شو او باالاخره د پاکستان په څو لويو ښارونو کې په رڼا ورځ د طالب مشرانو د فاتحې مراسم ترسره شول او په څو مدارسو کې د ښکاره چندې لپاره غږونه پورته شول.

د ډيورنډ فرضي کرښې ته څيرمه د پيښور په اکوړه خټک کې شته حقانيه مدرسه همدا اوس زرګونو افغان ځوانان په دې روحيه چې ګواکې افغانستان اشغال دی او هلته جهاد روا دی روزي، په کوټه کې د مولوي احمدکندهاري او ګلستان په څير مدرسې بيا ځوانان تر پوځي زده کړو او مغز شويي وروسته د شل لکو کلدارو په بدل کې د پاکستان پر استخباراتي اداره پلوري او هغوی بیا روزل شوی ترهګر او هدف حقاني شبکې کو کوټې شورا ته په واک کې ورکوي.

د پشين او کچلاک په څو سیمو کې په ښکاره د پاکستاني ملایانو له لوري افغان طالبانو ته  د چندې غوښتنې چار هم په ډيرې چټکۍ سره روان دی خو په دې ټولو باندې يو ډول سترګې پټولو په افغانستان کې طالباني او داعشي وحشتونه پياوړي کړي دي.

همدا اوس د ننګرهار په ډيرو سیمو کې د داعش په لیکو کې ډيری جنګيدونکي او ان ستر ستر مسولین يي د ډيورنډ د فرضي کرښې هغې غاړې ته د پاکستان تر تورې لاندې ژوند کونکي قومونه دي چې يا د پيسو او يا د يوې دينې افسانې پر بنسټ افغانستان ته رالیږل شوي دي او هره ورځ له بې ګناه انسانانو ژونداخلي.

پاکستاني ملایان چې هره خبره کوي په دې باید ټول پوی شو چې دوی استخباراتي ملاتړ له ځان سره لري او که چیرته دوی استخباراتي ملاتړ نلرلی کله چې د امريکې په څير د نړۍ تر ټولو پياوړی هیواد پر اسلام آباد له ترهګرو د ملاتړي هیواد تور پورې کوي دوی بايد د خلاصون په پار داسې خبرې کړې وی چې لږ تر لږه نړۍ منلې وی چې پاکستان د تروریزم قرباني دی خو کله چې له يوې سترې دينې مدرسې د وحشتونو د پیاوړتيا غږ پورته کيږي دا له ورايه ددې ښودنه کوي چې پاکستان تر بوسو لاندې اوبوتیرول غواړي.

Comments

Leave a Reply