د موقت حکومت ډنډورچیان/ جلال الدین حقیار

comments 0

له هغې ورځې چې د ولسمشریزه ټاکنو د ترسره کیدو نیټه اعلان شوه، له همغې ورځې پاکستان د خپلو لاسپوڅو په واسطه د موقت حکومت ډنډوره اچولې ده.
تاسو به لیدلي وي چې یو پلاوی د سولې د خبرو لپاره اسلام اباد ته لاړ چې اکثریت یې د افغان حکومت سیاسي مخالفین و او هلته یې یوه غونډه کې موقت حکومت د بحران له وتلو لار یاده کړه.
په داسې حال کې چې موقت حکومت خپله د بحران یو پيل دی چې افغانان یې ښه فال نه بولي او تل یې بربادي رامنځ ته کړې.
پاکستان ځکه په موقت حکومت پسې چیغې وهي، چې افغانان د پرمختګ له مسیر راوګرځوي او یو ځل بیا پکې تفرقې ایجاد او داخلي ګډوډۍ زیاتې کړي.
پاکستان سره اوس همدا یوه وروستۍ نسخه پاتې ده چې عملي یې کړي، هغه نسخه د موقت حکومت ده، خو له نیکه مرغه افغانان ډیر هوښیار شوي او د پاکستان په هره اراده باندې پوهیږي.
تاسو ولیدل چې د موقت حکومت پرضد بیلابیلو ولایتونو کې لاریونونه وشول او ټولو په یو غږ له حکومت وغوښتل چې په وخت ټاکنې ترسره کړي.
کله چې ټاکنو لپاره بودجه چمتو نه شوه، یا نور چمتووالی نه و نیول شوی او د سرطان له میاشتې څخه میزان میاشتې ته پاتې شوې، یو ځل بیا د پاکستان دنډورچیانو د موقت حکومت غږ پورته کړ، خو افغان حکومت ټاکنو ته جدي و او پوهیده چې د موقت حکومت نسخه د افغانانو لپاره زهر ده او باید اجازه ور نه کړي.
دا ډنډوره هغو کسانو اچولې وه چې یا ولسمشریزه ټاکنو ته نه نوماند کیدل او نوماند کیدل خو ولس کې یې رای نه درلودلې.
دا ډنډورچیان د انتخاباتو تر ورځې، د پایلو د اعلان تر ورځې او ان تر ننه هڅه کوي چې موقت حکومت رامنځ ته شي.
خو د دې پر ځای چې افغان حکومت دوی ته ځواب ورکړي، عام افغانانو ځواب ورکړی چې موقت حکومت نه بلکې هغه حکومت غواړي چې خلکو رای ورکړې او خلک د خپلو رایو په پایله کې یو منتخب حکومت غواړي.
څلور دورو ولسمشریزه ټاکنو په اساس راغلي ولسمشرانو نسبي پرمختګونه رامنځ ته کړي او د یو سیستم له لارې په مخ روان دي، نو پاکستان ته دا وضعیت هیڅکله د منلو نه دی.
دوی چې د موقت حکومت غږ پورته کوي، اصل کې ولس کې هیڅوک نه لري چې دا غږ پسې بدرګه کړي.
دوی په دې غږ باندې له بهرنیو استخباراتو پيسې اخلي، یا په دې فکر دي چې موقت حکومت کې به یې یوه څوکۍ یا امتیاز ترلاسه کړي.
افغان حکومت لکه څنګه چې ټاکنو ته بډې وهلې وې، داسې یې پایلو ته هم بډې وهلي، ټاکنو ته یې خپله بودجه برابره کړه او پایلو ته هم تمه دي چې کمېسیونونو پریکړې به سرنوشت ټاکي.
ټاکنې شوي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وضعیت کنټرول کړی، افغانان وروستیو پایلو ته په تمه دي او د موقت حکومت ډنډورچیان به همداسې مخ تورن وي، لکه دا تېر څو کلونه چې مخ تورن و.
د موقت حکومت ارمان به ټول ګور ته یوسي او د پاکستان وروستۍ پروژه هم له ناکامۍ سره مخ شوه.

Comments