د منلو وړ ثبوتونه؛ حقاني شبکه او داعش یو له بل سره په همغږۍ ترهګریز بریدونه ترسره کوي ــ تحلیلي راپور

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د ملي امنیت ریاست /د کب ۳مه/ د یوې ترهګرې حلقې د نیولو اعلان وکړ. دغه حلقه طالبانو پورې د تړلې حقاني شبکې او داعش له غړو څخه تشکیل شوې ده.
د ملي امنیت ریاست ځانګړیو ځواکونو دغه پنځه کسیزه حلقه د کابل په ۱۷مه ناحیه کې ونیوله. په هغوی باندې تور دی چې د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې راکټونه ساتي، انتقالوي او توغوي او تېر کال یې د هزاره ګانو د وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د یاد په مراسمو باندې برید کړی وو.
د افغانستان د استخباراتو او سیاسي چارو شنونکیو وویل، وروستۍ نیونې هغه شواهد پیاوړي کوي چې داعش او حقاني شبکه په شریکه په افغانستان کې ترهګریز بریدونه پلانوي او ترسره کوي.
د ملي امنیت ریاست رییس احمد ضیاء سراج د سلواغې په ۲۵مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، داعش او حقاني شبکه یو د بل له تجربو څخه ګټه اخلي.
یوه ګډه ترهګره ډله
ویل کیږي چې یو فعال ترهګر ګروپ چې د داعش له عناصرو او د حقاني شبکې له پخوانیو غړو څخه تشکیل شوی دی، موجود دی.
له دغه مشارکت څخه — چې د متحده ایالاتو – طالبانو د هوکړې پر خلاف جوړ شوی دی — د یوې پردې په توګه کار اخیستل کیږي، چې په هغې سره طالبان او حقاني شبکه خپل ځانونه «له ملي او بین المللي تورونو» څخه پټوي.
باور دا دی چې د دواړو ډلو هدف دا دی چې د عامو افغانانو او حکومت تر منځ فاصله رامنځته کړي او په حکومت باندې د هغوی باور مات کړي.
د دغه مشارکت کړنلاره داسې ده چې، «حقاني شبکه پلان جوړوي او امکانات برابروي، په داسې حال کې چې داعش بریدونه کوي او مسؤلیت پرغاړه اخلي.»
د پېچلیو ترهګریزو بریدونو اکثرو پلان جوړونکیو او مرتکبینو پخوا له حقاني شبکې سره کار کاوه.
په څو پېښو کې، بایومټریکو معلوماتو وښودله چې دغه کسان پخوا د حقاني شبکې د غړو په توګه بندیان شوي ول.
په ډېرو پېښو کې، نیول شوي کسان اعتراف کوي چې هغوی د داعش عناصر دي چې له «یوه ځانګړي ګروپ» سره یې بیعت کړی دی، خو تحقیقات ښیي چې هغوی د حقاني شبکې دویمو او درېیمو درجو پورې تړاو لري.
«خو پخپله جنګیالي په دې هکله نظر نه لري، او فکر کوي چې هغوی د داعش د خراسان څانګې لپاره جنګ کوي.»
د حلقې غړي اعتراف کوي
د ملي امنیت ریاست د سلواغې په ۲۱مه اعلان وکړ چې هغوی په کابل کې یوه داسې حلقه نیولې ده چې د داعش او حقاني شبکې دواړو غړي په کې شامل دي.
د ملي امنیت ریاست وویل، دغې حلقې د مقناطیسي بمي بریدونو او وژنو تر شا لاس درلود، او یادونه یې وکړه چې د هغوی د موندنو له مخې، د طالبانو د ډلې، حقاني شبکې او داعش عناصر «په ګډه ترهګریز بریدونه ترسره کوي».
دغې ادارې وویل، طالبان او حقاني شبکه په لویو ښارونو کې ترهګریز بریدونه ترسره کوي، په داسې حال کې چې مسؤلیت یې داعش پرغاړه اخلي، او مبهمې اعلامیې خپروي چې خلک تېر باسي.
یوه بندي (چې ځان یې د زاهدالله یا «عبدالله» په نامه معرفي کړ) په داسې توطیو اعتراف وکړ چې ویل یې د خدر اډې د په نښه کولو لپاره یې میزایل وار کړي وو، او په خدر سړک باندې یې یو ماین ښخ کړی وو «ترڅو په امنیتي ځواکونو باندې چاودنه وکړي».
په یوه ویډیو کې چې د ملي امنیت ریاست له رسنیو سره شریکه کړې، یوه بل بندي (چې ځان یې د عبدالبصیر یا «بلال» په نامه معرفي کړی) او شک کیږي چې د داعش – حقاني د حلقې غړی دی — اعتراف وکړ چې د یوه تښتول شوي پولیس افسر پښې یې وتړلې او په ځمکه باندې یې څملاوه.
هغه وویل، پولیس افسر له بصیر نه غوښتل چې اجازه ورکړي ترڅو لمونځ وکړي، خو ده د لمانځه اجازه ورنه کړه او ویې واژه.
د ملي امنیت ریاست وویل، د داعش – حقاني د حلقې غړو د سلواغې په ۲۳مه د حامد کرزي پر نړۍ وال هوایي ډګر او بګرام هوایي ډګر باندې د بریدونو په ګډون، په کابل ښار باندې په راکټي بریدونو کې لاس درلود.
د ملي امنیت ریاست د غوایي په ۱۷مه په کابل ښار کې د داعش او حقاني شبکې له غړو څخه د جوړې شوې یوې بلې حلقې غړي ونیول.
په هغې حلقې باندې تور وو چې د ولسمشر د لوړې په مراسمو او بګرام هوایي ډګر باندې د توغندیو په توغولو کې ښکېل ول، او هم یې د سکانو په یوه ګوردواره او د مزاري د یاد په مراسمو باندې بریدونه کړي ول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments