د ملی امنيت لوی رئيس له ناقانونه استيضاح بریالی را ووت

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ولسي جرګې يو شمېر غړو  د شخصي غرايزو، پټو دوسیو د شتون او نورو د خوشالولو په خاطر د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزی نن استيضاح کړی وو.

د استيضاح پيل پر دې کار له سختو نيوکو وشو ان تر دې چې غږونه دومره پورته شول چې د اوریدو نه وو.

د ولسي جرګې غړي نادرخان کټوازي ننۍ استيضاح پر اساسي قانون ملنډې و بللې او ويي ويل چې دلته ډير وکيلان د شخصي غرایزو په پار ناقانونه کارونه کوي.
د ولسي جرګې بل غړي کمال ناصر اصولي وویل چې اداري پلاوی د خپل سرو پريکړو حق نلري.

تر دې کشمکش وروسته د استيضاح کونکو مشر همایون او يو شمېر نورو ته د پوښتنو حق ورکول شو چې دوی تر ډيره شخصي او مغرضانه خبرې وکړې او په ۴۹ لاسلیکونو کې لس وکيلان هم له خپل لاسليکه په شاه شول او يو شمېر نورو وویل چې دوی نه دي خبر.

په پای کې پريکړه دا وشوه چې د وکيلانو نومونه بايد واخيستل شي  چې په دوی کې د کونړ وکيل صالح محمد صالح هم له خپل لاسلیکه تیر شو.

د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزي په روان وضعيت کې د ولسي يو والي او ملي شورا د معقول سیاست پر کولو ټينګار وکړ.

نوموړي وویل چې په هیواد کې د روان وضعيت د کابو کيدو په پار دې وکيلان د وخت د ضياع پر ځای د هرې مسلې په اړه چې  معلومات غواړي د نوموړي دفتر ته ورشي ځکه دی ډيرې خبرې ډاګيزې نشي کړای.

د ملي امنيت لوی رئيس وويل چې په استخباراتو کې شعوري سمون راغلی او هيڅ بهرنۍ ګمارنه پکې نه ده شوې بلکه ددې ادارې د کلونو کلونو راهيسې متعهد کدرونه له یو ځایه بل ځای ته بدل شوي دي.

د نصاب د کموالي سره سره صندوق کيښودل شو چې يوازې څلويښت مخالف وکیلانو مخالفې رايي ورکړې او ۱۹ نورو موافقې رايي ورکړې او د نصاب سلنې ته په کتو ښاغلی ستانکزی له دې استيضاح بریالی را ووت.

له دې سره سره چې د آساسي قانون د څار کمیسيون دا استيضاح غیرقانوني بللې وه خو د ملی امنيت لوی رئيس وویل چې د ملي شورا او ملت د درناوي په پار راغلی دی او هر وخت چې اړتيا شي تیار دی راشي او ځواب ووايي.

تر دې مخکې ولسمشر محمد اشرف غني هم د اروپايي ټولنې په ناسته کې د ملي شورا يو زيات شمېر غړي په فساد کې ښکيل بللي وو.

 

Comments