د ملی امنيت لوی رئيس: روانه جګړه څو ابعاد لري چې ملت باید ورته متوجې وي

comments 0

هندوکش ـ کابل: نن يکشنبې په کابل کې په هغه ناسته کې چې د ملی امنيتي ادارو د مشرانو له لوري جوړه شوې وه د ملي امنيت لوی رئيس محمدمعصوم ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل چې په هیواد کې روانه جګړه څو ابعاد لري.

نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړه چې په لويديځو سیمو کې د نښتې د ډيريدا لامل د ټاپي او ځينو سترو پروژو پلي کيدل دي چې د  سیمې مغرض ګاونډيان نه غواړي يادې پروژې پلې شي او برعکس يي  د مخنيوي هڅې کوي.

ښاغلي ستانکزي په خپلو خبرو کې وویل چې په افغانستان کې اوس د طالبانو، حقاني، شبکې، داعش، حقاني شبکې، لشکر طيبه، ازبکستان د اسلامي تحريک په ګډون شل ترهګرې ډلې د شلو موخو لپاره ورانکاري فعالیتونه کوي چې د ډيرو يي مخه نيول شوې.

نوموړي زیاته کړه چې په هیواد کې روان وضعيت ته په کتو سره ستونزه پر افرادو پر نيوکو او یا هم استعفا نه حل کيږي بلکه په يو لاسلیک مقرر شوي او په يو لاسليک لرې کيدای شي خو اړتیا داده چې دلته د سياسي او رسنیز شرارت پر ځای ملي انسجام او له امنيتی ځواکونو ملاتړ ته کار وشي.

ښاغلي ستانکزي د استفعا په اړه د  شوې پوښتنې په ځواب کې وويل:« له خپلو خلکو تل بښنه غواړو، نن هم سبا هم او بل سبا، که په استعفا ستونزه حل کيږي پخوا هم ډيرو استعفاوې کړي دي، دا ستونزه په ګډه حل کيږي، دا هغه وخت حل کيږي چې ولس هم يوه خولو شي، داسې پيښې په ډيرو سیمو کې شوي دي خو کله هم  داسې نارې نه پورته کيږي. د ولس ملاتړ تل امنیتي ادارو ته روحيه ورکوي، په ځينو پيښو کې ناکامي منو، خو په ټول کې قربانيانې چې ورکول شوي دي،خو لکه چې مخکې دفاع وزیر وویل سلګونو بریالي عملیات شوي دي تاسو يي نه يادوئ، په باغران کې ۶۸ بنديان ژغورل کيږي، د داعش پر ضد بریدونه هيڅ شميرئ، په سلګونو ترهګر چې نیول شوي دي دا رسنۍ هيڅ نه وينې، پيښې ډيرې شوې او د خلکو احساسات جريحه دار شوي دي که استعفا حل  لاره وی  ولې نه موږ به دا کار کړی وی.»

نوموړي زیاته کړه چې په پاکستان کې د ترهګرو پلور او پير په کوټه، کچلاک او بغرارود کې روان دی او هلته د مدرسو په نوم د دوی د روزنې کمپونه دي او د غږونو ډيرې بیلګې يي هم شته او داسې پلار هم نيول شوی دی چې زوی يي ځانمرګی برید کړی دی.

ښاغلي ستانکزي دا چې ولې د بریدونو مخه نشي نيول کیدای وويل چې ترهګر په ډير ذلت سره هره وسيله حتی امبولانس، میندې او ماشومان دخپلو شومو موخو لپاره وسيله کوي چې داکار يي نه يوازې انساني نه دی بلکه له ټولو اسلامي موازینو سره په ټکر کې دی.

نوموړي پر هغو چې نيوکې کوي غږ وکړ چې که د وطن د ژغورنې لپاره هر نظر او طرحه لري دوی تیار دي چې په ورین تندي يي ومني نه دا چې زموږ تبلیغات د دښمن د پياوړتيا او حکومت د کمزورتيا لامل شي.

ښاغلي ستانکزي په پای کې وویل چې تر هغه د پاکستان په سیاستونو کې ټولیز بدلون نه وي راغلی دا وحشتونه به روان وي او اړتیا ده چې د نړۍ والو فشارونو د قوت لپاره له ټولنیزو، سياسي او تبلغياتي عنصرونو هم کار واخیستل شي.

ښاغلي ستانکزي وويل:« د ستراتيژي په اړه نظامي فشارونه ډير شوي نو ځکه تاوتریخوالی هم ډير شوی دی، ځکه پر ترهګرو د افغان ځواکونو فشارونه ډير شوي دي دوی د همدې په خاطر ځانمرګو بریدونو ته مخه کړې، او نړۍ وال فشارونه خپل تاثیر لري د پيآوړتيا په خاطر يي ټولنيز فشارونه ډير مهم دي او ولس باید يو شي څو ترهګر مات شي، نظامي برخه يوازې ترهګر نشي ماتولی بلکه ديپلوماتیکه، سياسي او تبلیغاتي برخه هم ورسره وي او په يقين درته وايم چې داکار به پايله ولري، ترڅو چې د افغانستان سياست د افغانستان په اړه بدل نشي دا جګړه نشي ګټل کيدای خو دا تاثيرات باید دوام وکړي، نورې هلې ځلې هم په کار دي څو د ترهګرو د جګړې روحيه او مشروعيت تر پوښتنې لاندې راشي. موږ باید پر ذهنونو کار وکړو دا جګړه جهاد نه فساد دی، که موږدې ته کار وکړو نظامي هلې ځلې بریالۍ کيدای شي.»

نوموړي په خپلوخبرو کې دا هم وويل چې ډير هغه متکرر د تورو ښيښو موټر لرونکي مجرمين هم نيول شوي دي او د ډيرو په اړه اسناد هم شته چې که رسنۍ علاقه مندې وي دوی ته به په واک کې ورکول شي.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

Comments

Leave a Reply