د ملګرو ملتونو یو پلاوی کابل ته رسیدلی

comments 0

هندوکش ـ کابل:د ملګرو ملتونو یو پلاوی کابل ته رسیدلی
د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ سره مبارزې د ادارې مشر کابل ته راغلی.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې په یوه اعلامیه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د مبارزې ادارې مشر، ولادیمیر ورونکف د افغان حکومت په بلنه کابل ته راغلي تر څو د ترهګریزو بریدونو قربانیانو ته احترام وړاندې کړي.
ورونکف به د حکومت لوړپوړو چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره وګوري.
د ملګرو ملتونو دا پلاوی به په افغانستان کې د ترهګریزو بریدونو څرنګوالی هم وڅېړي.

Comments