د ملګرو ملتونو ماموریت به دوامدار وي

comments 0

هندوکش – کابل: بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو رول ارزښتمن بولي او وايي، په افغانستان کې به د دغه سازمان ماموریت دوامدار وي.

وروسته له هغې چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان سیاسي ماموریت د يو کال په ځای شپږ میاشتې وغځول، د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان نړیوال شریکان په راتلونکې کې د دغه ماموریت غځول خامخا په نظر کې نیسي.

د دغه وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، يوناما يا افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره افغانستان کې يو لړ مهم کارونه کړي او د کار دوام ته یې په دغه هېواد کې اړتیا لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، افغانستان کې د خپل ماموریت دوام د يو کال په ځای د شپږو میاشتو لپاره غځولی دی.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments