د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانانو ستونزې دنړیوالو غوږونو ته رسوم

comments 0

هندوکش – کابل : د ملګرو ملتونو سرمنشي ښاغلي انتونیو ګوترس په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره لیدنه تر سره کړه او ژمنه یې وکړه چي د افغان حکومت ستونزې به نړیوال او په تیره بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ور رسوم.
ګوترس وویل: «کله چی د ټولنې مرکز ته ورسېږم د خپل سفر او د دې سفر او مثبتو پایلی په اړه به امنیت شورا ته راپور ورکړم او هغه اندیښنې چې د افغانستان ولسمشر او اجرائیه رئیس راسره شریکې کړې دي امنیت شورا سره مطرح کړم».
دوی زیاته کړه چې : «زه هیله مند یم چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې هغه اصلاحات تصویب شي چې له ترورېزم سره په مبارزې کې اړتیا ده».
د ملګرو ملتونو سرمنشي پرون له ولسمشر غنی او اجرائیه رئیس سره هم بیلا بیل لیدنه تر سره کړه او دوی سره ژمنه وکړه چي د افغانستان ستونزه به امنیت شورا ته ورسوم.
د ویادونو وړ ده چي ښاغلی ګوترس د ملګرو ملتونو سر منشی پرون (غبرګولی24 نیته)کابل ته را ورسید،لمړي د کابل په ختیځ کې د کورنی بیځایه شوی کسان له کمپ څخه لیدنه وکړه او بیا د هیواد له جګپوړو چارواکو سره ناسته او خبرې درلوده.
دا پ داسي حال کی دي چی په دی ورستیو کې افغانستان کې امنیتي وضعیت مخ په خرابیدو دی ، خو داسی ګومانونه شته چې د ښاغلی ګوترس د ملګرو ملتونو سر منشی سفر په هیواد کې مثبتی اغیزې ولري.
سپوژمې پوپلزې

Comments

Leave a Reply