د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان کړنې څاري

comments 0

هندوکش – امریکا: د امنیت شورا پلاوی به پاکستان کې د هغو تنظمیونو فعالیتونه څاري چې بندیز پرې لګېدلی.
د راپورونو له مخې د ملګروملتونو د امنیت شورا یو ځانګړی پلاوی به راتلونکې میاشت کې پاکستان ته سفر وکړي او په جماعت الدعوه او یو شمیر نورو تندروو ډلو باندې لګېدلي بندیزونه وڅاري.
د مالوماتو له مخې د امنیت شورا پلاوی به د فبرورۍ په میاشت کې پاکستان ته له رسېدو سره سم د یادو تنظیمونو پرضد د لګول شویو بندیزونو په اړه له پاکستاني چارواکو سره هم خبرې وکړي.
ویل کېږي د ملګروملتونو لخوا له بندیز لګول شویو څخه ۳۷ تنظیمونه او ۳۵ کسان په پاکستان کې ښکاره ژوند او فعالیتونه کوي.
په دغو تنظيمونو کې القاعده، تحريک طالبان پاکستان، لشکر جنګوي، او يو شمير نور تنظيمونه شامل دي
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply