د ملګرو ملتونو استازي له ګلبدین حکمتیار سره په کابل کې وکتل!

comments 0

ښاغلي تدامیچي یاماموتو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي د حزب اسلامي له مشر ګلبدین حکمتیار سره وکتل.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چی، دغه لیدنه د تدامیچي یاماموتو د کارونو هغه برخه ده چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ افغان حکومت هڅه کوي هغه کسان چې د عادلانه سولې مینه وال وي ورسره روغه جوړه وشي.
همدارنګه خبر پاڼه زیاتوي چی ښاغلي یاماموتو د افغان حکومت حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون له پلي کېدو هرکلی وکړ.
په دغه خبر پاڼه کې راغلي چی یوناما د ګلبدین حکمتیار هغې ژمنې وستایلې چې د اساسي قانون او نورو موجودو حقوقي نورمونو په رڼا کې خپل فعالیتونو پرمخ وړلي دی.

Comments

Leave a Reply