د ملګرو ملتونه سرمنشي کابل ته را ورسید

comments 0

هندوکش – کابل: نن سهار د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش کابل ته ورسیده.
د ملګرو ملتونو دفتر په کابل کې وایي چې د نوموړي سفر پلازمینه کابل ته ښایې چې څومره د ملګرو ملتونو ټولنه افغانستان ترڅنګ ولاړه ده.
ویل کیږي چې د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریس د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته رارسیدلی او غواړي کابل کې د ولسمشر محمد اشرف غني سربیره د افغان چارواکیو سره د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وکړي.
ویل کیږي ګوتریس د ملګروملتونو د سرمنشي په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته دا د هغه لومړنی بهرنی سفر دی چې افغانستان ته کوي.
د ملګروملتونو سرمنشي د خپل ټویټر حساب له لارې لیکلي دي چې د افغانستان په روانو حالاتو د افغان حکومت او ملت سره د خبرو په خاطر کابل ته ورسید. هغه ویلي دي چې ملګروملتونو سازمان د سختو او تنګو پر مهال تل د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply