د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوې

comments 0

هندوکش – کابل: په افغانستان کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله را کمه شوې ده.
د عدالت غوښتنې ګروپ چې د ۲۰۱۸ کال په وروستیو دوو میاشتو کې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې څېړنې کړې دي، ښيي، چې هېواد کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه را
ټیټه شوې ده.
د دغه ګروپ د مالوماتو له مخې، یوازې په فېبرورۍ میاشت کې د ۱۶ ښځو او ۱۷ ماشومانو په ګډون ۱۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او د ۲۰ ماشومانو په ګډون ۹۸ نور ټپیان شوي دي.
د عدالت غوښتنې ګروپ افغانستان کې د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي چې د ملکي وګړو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments

Leave a Reply