د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي طرحه

comments 0

هندوکش – کابل: افغان دولت دملکي مرګ ژوبلې دمخنیوي لپاره طرحه جوړه کړه .

په امنیتي ځانګړی غونډه کې افغان ولسمشر ته دغه طرحه وړاندې شوه .

په دغه غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ارګانونو مسوولینو او د غوڅ ملاتړ ماموریت استازو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیو په اړه خپلې طرحې ولسمشر ته وړاندې کړي.

ولسمشر د ملکمي مرګ ژوبلې مخنیوی د افغان دولت لومړیتوب یاد کړی او لارښوونه یي دا وه چې باید په دې برخه کې لا جدي هڅې وشي.

په وروستیو کې ملکي مرګ ژوبلې دخلکو توند غبرګونونه راپورته کړي چې دولت یي د عملیاتو څرنګوالي پر سر بیا غور ته وهڅوو.

سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments