د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي لپاره ځواک راځي

comments 0

هندوکش – امریکا: راپورنه وایي، پریکړه شوې چې د امریکا د ملي ګاردانو پنځلس ځواکونه افغانستان ته راشي چې څنګه کیدای شي په خپل ماموریت سره د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.
امریکايي جنرال، سټیفن فلبورن ویلي، دغه تازه دمه سرتیري به نږدې ورځو کې افغانستان ته راشي او د استخباراتي زده کړو سربیره به وکولای شي د جګړې په میدان کې د ملکیانو مرګژوبله را کمه کړي.
ویل کېږي دغه تازه دمي سرتیري به افغانستان ته د یو کلن ماموریت په ترڅ کې راولېږل شي.
د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر شپاړس زرو ته رسېږي، خو ښایي دغه شمېر نور هم زیات شي.
فکور نعیمي

Comments

Leave a Reply