د ملکي وګړو تلفات لوړ شوي

comments 0

264 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ملکي تلفاتو عمومي شمېره په لوړه کچه کې ده.
افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار په تاره راپور کې لیکلي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۲۲۵۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۷۶۳ تنه ‌یې مړه او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي.
راپور لیکي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په همدې موده کې ۲۲۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
د مرګ ژوبلې زیات پړه د افغان دولت ضد مخالفو وسله والو طالبانو، داعش او حقاني شبکې باندې ده.
په دې کال کې ترهګرو ډلو زیات بریدونه په عامه ځایونو کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments