د ملکي تلفاتو مسؤل څوک دي؟

comments 0

هندوکش ــ کابل: که څه هم د افغانستان د ملي امنیت شورا په افغانستان کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو د هڅو هرکلی کړی، خو وایي د شمېرو په برخه کې باید ډېر دقت وشي.
د یوناما د (سې شنبه-د کب ۵مه) راپور کې راغلي دي چې د دوه زره شلم کال د جنوري له لومړۍ د دسمبر تر یو دېرشمې د شخړو او جګړو پر مهال تر درې زره ډېر ملکیان وژل شوي او تر پنځه زره ډېر ملکیان ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې طالبان د دې مرګ ژوبلې د پنځه څلویښت په سلو کې مسوول دي. په دې راپور کې د اته سلنې تلفاتو مسوول داعش بلل شوي. افغان ځواکونه د دوه ویشت فیصده تلفاتو مسوول او بهرني ځواکونه د یو فیصد تلفاتو مسوولین بلل شوي دي.
د افغانستان د امنیت شورا په خبرپاڼه کې چې تېره شپه ناوخته خپره شوه، راغلي دي چې په حقیقت کې د طالبانو مسوولیت تر دې ډېر دی چې د یوناما په راپور کې دوی ته راجع شوی دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ادعا کوي چې طالبانو په افغانستان کې د اکثرو ترهګرو ډلو د فعالیت زمینه برابره کړې ده او د دې لپاره چې دا ډله د خلکو له کورونو د سپر په توګه استفاده کوي ملکیانو ته تلفات اوړي.
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست شاه محمود میاخېل هم ورته ادعا لري.
ده د سې شنبه (د کب ۵مه) ملت ته د دولت د حساب ورکولو غونډه کې په کابل کې وویل: “طالبان، کله چې موږ طالبان وایو، دې ډلې د القاعده او داعش په ګډون ټولو ترهګرو ډلو ته د فعالیت زمینه برابره کړې ده او دا ډلې د همدوی تر چتر لاندې فعالیت کوي. دوی جګړه شدیده کړه، شخړې یې راکمې نه کړې. دوی په تیر یوه کال کې پر یوسل او دوه دیرش ولسوالیو او اوو ولایتونو د نیولو په نیت تهاجمي بریدونه وکړل.”
خلک له جګړو ستړي شوي او له دې خبرو د سمدستي اوربند تمه لري، خو طالبان لا هم دغه شرط منلو ته چمتو ندي او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.
سپوږمۍ پوپلزی

Comments