د ملي دفاع وزیر: له ترهګرو د هر وحشت غچ اخلو او د ډيرو غچ مو اخیستی هم دی

comments 0

هندوکش ـ کابل: د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي په کابل کې د ملي امنيت د لوی رياست د رئيس او کورنیو چارو وزیر  په شتون کې نن په خبري ناسته کې په کابل کې د وروستیو ترهګریزو بریدونو په تړاو رسنیو ته معلومات ورکړل.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل چې ولس ته ژمنه ورکوي چې د ورته وحشتونو غچ به له ترهګرو واخلي او د ډيرو غچ اخیستل شوی هم دی چې د پوځي محرميت له امله يي جزييات له رسنیو سره نه شريکوی.

نوموړي د استعفا په اړه وويل چې دا حل لاره نه ده او که تر ده لايق سړی پیدا شي يو ساعت هم نه غواړي د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړي:«په ډيره ريښتونولی درته وايم سل کلنه اردو چې موږ لرله چې ښه وړتيا يي لرله د تاریخ د جبر او بې اتفاقي له امله مو له لاسه ورکړه، ستاسو اردو اوس شپاړس کلنه ده، همدا اردو او په ټول کې مسلح ځواکونه څه يي چې مسولیت دی شپه او ورځ هڅه کوو څو ولس ته خدمت وکړو، د تورې بوړې عملیات، د هلمند او فارياب عملیات، د ننګرهار عملیات دا ټول هغه عملیات دي چې باید ۴۰ کلنه او ۳۰ کلنه اردو يي وکړو که ددې په پرتله کې و اوسو شل ډلې له حاکمیت سره په نښته کې دي، موږ ځان نه خلاصوو دا زموږ مسولیت دی چې اردو باید د خلکو ساتونکي وي، دلته د جګړې ابعاد او د ګاونډيانو د خصومت ابعاد دومره پراخ دي چې اړتيا ده څو لاسونه سره ورکړو د خپلو امنیتی ځواکونو ملاتړ وکړو څو له افغانستانه دفاع وکړو، د دوو ولايتونو په اړه د غزني او فراه په اړه باید ووايم چې يوه زیاته برخه يي تبیغات وو، دواړه ولایتونه په فراه کې د ۲۰۷ قول اردو قومندان او د ملي امنيت  رئيس او د ۲۰۳ د قومندانۍ سرپرست په غزني کې دی چې هوايي ځواکونه هم ورسره وو عملیات ترسره کړي دي. او ډيرې خبرې تبلیغات دي څو ولس خپله روحيه له لاسه ورکړي. د بښنې په اړه مو چې وویل که د ملي پوځ په برخه کې د افغانستان د حفاظت ولس په برخه کې څه سهوه شوي وي د دفاع وزیر په توګه هره شيبه تیار يم چې بښنه وغواړم، استعفا ستونزه نه حل کوي، کله چې زعامت او سياستوال تر موږ ښه خلک پيدا کړي په هم هغه ساعت حاضر يم چې استعفا وکړم.»

نوموړي د ولايتونو په اړه وويل چې ډيری جګړې تبليغاتي دي::«په فاریاب، غزني، ننګرهار، شمال او ځينو نورو سیمو کې چې دولس ولايتونه کيږي عملیات روان دي، فاریاب ته يو پلان ترتيب شوی دی، د ۲۰۹ قول اردو قومندان ته پلان ورکول شوی دی، د لوی درستيز  په مشرۍ استازی فاریاب ته تلی دی چې د کورنیو چارو وزارت او د ملی امنیت د لوی رياست ټيم هم پکې دی، فارياب ته هم برنامه شته چې پلې به شي چې اوس اوس پيل شوی دی چې د فارياب ـ ميمنې سړک يي پيل دی،زموږ دا عملیات تر قيصار پورې ځي»

د دفاع وزیر ټينګار وکړ چې په خپل وار سره به هڅه وکړي چې د امنيت په راوستو کې هڅې وکړي خو ويي ويل چې زموږ اردو شپاړس کلنه ده حال دا چې پيچلي عملیات چې دوی يي ترسره کوي د ۳۰ کلنې او ۴۰ اردو کار دی.

نوموړي وويل چې رسنۍ باید يو اړخیز قضاوت ونکړي بلکه هغه لاسته راوړنې چې ملي پوځ يي په هیواد کې لري، په باغران، توره بوړه او نورو سیمو کې دي باید هم وګوري.

سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل

 

Comments

Leave a Reply