د ملي بسیج نظامی شورا ناسته د اسلامي جمعیت ګوند مشر او د سیاسی ګوندونو د قوماندانانو په شتون ترسره شوه.

comments 0

هندوکش ـ بلخ: دغه ناست که چه نن د عطا محمد نور په کور کی دایر شوی وو، په دغه ناسته کې د هر چا د مسوولیت سیمې او جګړه اییز خطونه مشخص او ووېشل شول. د ګوندونو قوماندانانو د خلکو څخه د دفاع لپاره د دندې د ترسره‌کولو د چمتووالي ډاډ ورکړ.
دغه قوماندانان په داسې حال کې چې د ښې روحیې څخه برخمن ول؛ د خپلو سنګرونو خواته روان شول او د بلخ ولایت خلکو ته یې ډاډ ورکړ چې د وینې تر آخري څاڅکي جګړه کوي. همدارنګه یادو ګوندونو خپلې اړتياوې چې د ټانګ او مهمات دي د چمتوکولو غوښتنه يې وکړه.
عاطفه مصم

Comments