د ملي امنیت ځواکونو په ننګرهار کې د داعش وسلوالو ۳ تنه غړي وژلي دي

comments 0

هندوکش ـ ننګرهار: د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت، شینواري ولسواالۍ ۲۷ ویاله کې کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د داعش وسلوالو ۳ تنه غړي له سخت مقاومت څخه وروسته وژلي او ۲ تنه نور یې ژوندي نیولي دي.
چارواکي زیاتوي، چې په ترسره شووعملیاتو کې د ۳ تنو په وژل کیدو او ۲ تنو په نیول کیدو سر بیره ګڼ شمیر مختلفې سپکې، درنې وسلې او پاکستاني هویت کارتونه د ملي امنیت ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دوی وايي، چې په یادو عملیاتو کې ولسي وګړو او افغان ځواکونو کوم زیان نه دی رسیدلی.
فرهاد شهراني

Comments