د ملي امنیت ځواکونو په تخار ولایت کې د طالبانو د لیزي قطعې مهم غړی نیولی

comments 0

هندوکش ـ تخار: د تخارولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په تخار ولایت کې د بغلان ولایت ډنډ غوري ولسوالۍ لپاره د لیزري قطعې مهم غړی مولوي عبدالقاهر نیولی دی.
چارواکي زیاتوي، چې نیول شوي وسلوال په بغلان ولایت کې په وژنو، چاودنو او ګن شمیر نور ترهګریزو بریدونو کې لاس درلود.
چارواکي وايي، چې نیول شوی وسلوال په خپل جرم اعتراف کړی و د لا زیاتو څیړنو لپاره عدلي اوقضايي ارګانوته معرفي شو.
طالبانو تراوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
نجیبه سروري

Comments