د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د داعش وسلوالو په یوه پټنځای عملیات ترسره کړي دي

comments 0

هندوکش ـ کابل: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو تیره شپه د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د داعش وسلوالو په یوه پټنځای برید ترسره کړی، چې په پایله کې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې، چاودیدونکي توکي او یوه اندازه تبلغاتي مواد د ملي امنیت ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.
يوې معتبرې امنیتي سرچینې ویلي دي، چې د داعش وسلوالو پلان درلود، چې له همدې ځایه د کابل په ځینو مهمو سیمو او ادارو بریدونه ترسره کړي.
د دې خبر د نورو جزیئاتو لپاره په تمه اوسئ.
عبید رادپور

Comments