د ملي امنیت پر قطعې برید شنډ شو

comments 0

هندوکش – وردک: د میدان وردګو ولایت کې د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې برید شنډ شو.
د میدان ودرګ د والي ویاند عبدالرحمن منګل وايي، بریدګر یې نه دي پرېښودلي چې موخې ته ورسیږي.
د منګل په خبره، د ملي امنیت پر ځانګړې قطعې لومړی موټر بم برید وشو او وروسته له هغې وسله والو قطعې ته د ننوتو پلان درلود چې د امنیتي ځواکونو له لوري ووژل شول.
تر اوسه دا نه ده مالومه چې چاودنه کې امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او کنه
د وژل شویو طالب بریدګرو شمیر هم نه دی ښودل شوی.
د برید مسوولیت وسله والو طالبانو اخیستی، خو موخې ته نه دي رسیدلي.
بریدګرو غوښتل د ملي امنیت قطعې ته ننوځي، خو افغان ځواکونو اجازه نه ده ورکړې.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments