د ملي امنیت موظفینو په لغمان ولایت کې د د ترهګریزو بریدونو دترسره کوونکو یوه ۴ کسیزه ډله نیولې

comments 0

هندوکش ــ لغمان: د لغمان ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت د ملي امنیت ځواکونو د لغمان ولایت په مربوطاتو کې ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې د طالب وسلوالو د هدفي بریدونو ترسره کوونکي ۴ کسیزه ډله نیولې ده.
دیاد ولایت والي ویاند اسد الله دولتزی وايي، چې نیول شوو کسانو د لغمان ولایت په مرکز او ولسوالیو کې هدفې وژنې ترسره کولې او پلان یې درلود، چې په یاد ولایت کې د موټرسایکل په واسطه وسلوال برید ترسره کړي،چې خوشبختانه د ملي امنیت موظفینو له لوري ونیول شول.
نوموړی وايي، چې له نیول شوو کسانو څخه ګڼ شمیر وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
فرهاد شهراني

Comments