د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل تېرې ورځې برید غندلی دی.

comments 0

هندوکش – کابل: له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اورپکي د ټولو اسلامي اصولو خلاف د علم او پوهې د بهیر پر وړاندې خنډونه جوړوي.
اتمر ویلي، افغانان به هېڅ وخت د دغه شان ترهګریزو بریدونو عاملین ونه وبښي او هغوی به خپلې سزا ته رسېږي.
ملي امنیت سلاکار اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې هر اړخیزه څېړنه وکړي او د برید وژل شویو او ټپیانو ته جدي رسیدګي وکړي.
د کابل په دشت برچي کې د تېرې ورځې برید ۴۸ کسان ووژل او لسګونه نور یې ټپيان کړل.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments