د ملي امنیت شورا: د واقعي سولې د ټينګښت لپاره اوربند اساسي شرط دى

comments 0

د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي په افغانستان کې د واقعي سولې د ټينګښت لپاره اوربند اساسي شرط دى.
هندوکش ــ کابل: په پام کې ده د ملي امنيت سلاکار نن په نوي ډيلي کې پر دې موضوع د ګڼو هېوادونو مشرانو ته وينا وکړي.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پرون د رايسينه ٢٠٢٠ ډيالوګ په نوم کنفرانس ته وويل، د افغانستان سوله پېچلې موضوع ده.
د افغانستان د ملي امنيت شورا وايي که وسلوال طالبان غواړي ثابته کړي، چې د سولې غوښتونکي دي، اول بايد پر اوربند موافقه وکړي.
د ملي امنيت سلاکار حمد اله محب چې د رايسينه ٢٠٢٠ ډيالوګ په نوم نړيوال کنفرانس کې د برخې اخيستو لپاره په نوي ډيلي کې دى، په پام کې ده نن پر دې او نورو موضوعاتو وينا وکړي.
د افغانستان جمهوري رياست هم تر دې مخکې په افغانستان کې د سولې د پروسې د بريا لپاره دايمي اوربند اساسي شرط بللى و.
د رايسينه ٢٠٢٠ ډيالوګ په نوم پنځم کنفرانس د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت او د ابزرور تحقيقاتي مرکز په کوربه توب جوړېږي چې له څه باندې ١٠٠ هېوادونو شااوخوا ٧٠٠ کسان په کې برخه لري.
د رایسینه ډیالوګ په نوم کنفرانس په ۲۰۱۶ کال کې تاسیس شوی دی.
دغه درې ورځنى کنفرانس پرون سې شنبه پيل شوى چې نړيوالې ټولنې ته پر ورپېښو چلنجونو په کې بحث کېږي.
کنفرانس ته پرون د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په وينا کې وويل، ټول افغانان سوله غواړي، خو د افغانستان په مسئله کې د سیمه ییزو او نړیوالو لوبغاړو ښکېلتیا دې هدف ته رسېدل پېچلي کړي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي تر دې مخکې هم په افغانستان کې د سولې روانې هڅې پیچلې بللې وې، په تېره بیا له طالبانو سره د متحدو ایالتونو د ټکنیو مذاکرو پر بریا یې یوڅه شک څرګند کړی و.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د طالبانو له استازیو سره لس وارې مذاکرې کړي، خو اوس دغه مذاکرې په ټپه درېدلي حالت سره مخامخ دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments