د ملي امنیت سلاکار د ننګرهار ژغورنې بهیر له غړو سره وکتل

comments 0

هندوکش – کابل: د افغانستان ملي امنیت سلاکار له رسنیز دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر د ننګرهار له یو شمېر مدني فعالانو سره لیدلي دي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په لیدنه کې د دغه ولایت د وضعیت په اړه د دوی غوښتنې او وړاندیزونه اوریدل شوي دي.
خبر پاڼه لیکي په لیدنه کې د نورو په استازیتوب ارشاد رغاند، میرویس عمرخېل او خالد سادات یو شمېر ستونزې او د حل په اړه یې خپل وړاندیزونه بیان کړل.
خبر پاڼه زیاته وي ملي امنیت سلاکار ډاډ ورکړ، چې د ننګرهار وضعیت د حکومت تر جدي پاملرنې لاندې دی او ټول امکانات به یې د ښه کولو لپاره وکارول شي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments