د ملي امنیت ادارې په ځانګرو عملیاتو کې درې ترهګر نیول شوي دي

comments 0

هندوکش – کندهار: د کندهار ولایت مقام نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ریاست ترکره معلوماتو وروسته دځانګړو عملياتو پرمهال درې ترهګر نیولي دي.
خپرپاڼه کې د نیول شویو ترهګرو هویت په لاندې ډول:
1. فضل محمد د نور محمد زوی.
2. احمد داختـرمحمد زوی اصلي اوفعلي دکندهار ولایت دخاکریز ولسوالۍ اوسېدونکـي.
3. جمعه الـدین دباران ګل زوی دکندهار ولایت د ډنډ ولسوالۍ اوسیدونکی.
دې.
خبرپاڼه کې پر نوموړو تور پورې شوې چي دکندهار په خاکريز، شاوليکوټ، ژړۍ او ميوند ولسواليو کي يې ترهګريز بريدونه اولارو کي يې دماينونو ښخولو سربيره قومي مشران، دولتي افسران او سربازان په شهادت رسول.
یاده دې وي چې په خبر پاڼې پر بنسټ ياد کسان له ډېره وخته دملي امنيت تر استخباراتي څېړونو لاندي وه.
خبر پاڼه کې ویل شوي ترهګرو په خپلو جرمونو اعتراف کړی دی دې.
د یادونې وړ دې چې تردې وړاندې د ملي امنیت لوې ریاست نه په خپور شوي خبرپاڼو کې راغلي وو چې د طالب وسله والو ډلو په منځ کې د سیمې هیوادونو طالبان هم شامل دي چې په دې هکله د الجزیرې په نوم خبري شبکې هم د روسي مشاورانو شتون طالبانو په لیکو کې هم ښودلې وو.
ننګیالې کوهنورد

Comments

Leave a Reply