هندوکش ـ کابل: د ملي امنيت لوی رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې کې د اسوشيټد پريس په نوم د يو خبري آژانس وروستی خبر بې بنسټه او افوهات بلل شوي دي.
ددې رياست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د ياد بهرني آژانس خبر دروغ او پر مطلقو افوهاتو ولاړ دی.
د ملي امنيت ریاست وايي چې دوی له طالبانو سره هيڅ ډول اړيکې نلري بلکه ددې اړيکو اوخبرو لپاره يوازنی رسمي ادرس د سولې عالي شورا ده.
دوی ويلي دي چ اسوشيټد پريس خبري آژانس له دوی سره هيڅ ډول اړيکه نه ده نيولې او نه له دوی څخه د سولې په مورد کې نظر غوښتل شوی دی.
ياده دې وي چې بهرنۍ رسنۍ د ځينو مغرضو او مجهول الهويته څيرو په افوهاتو د باور په لړ کې د باوري سرچينې په نوم ځينې افوهات او ډنډورې خپروي چې کله هم واقعيت نه وي.
اسوشيټيډ پريس خبري آژانس تر دې مخکې راپور خپور کړی ووچې ګواکې د ملي امنيت لوی رئيس محمد معصوم ستانکزی هره ور له طالبانو سره پر سوله خبرې کوي.
دې آژانس د ژورناليزم داصولو پر خلاف يوازې د يوې مبهمې سرچينې په خبره اکتفا کړې وه.
سوله چې د هر افغان ارمان دی د راتګ لپاره يي ولسمشر او د سولې شورا هڅې کوي چې له حزب اسلامي سره د سولې شوې هوکړه يي ښه ثبوت دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ ـ کابل
Leave a Reply
You must be logged in to post a comment.