د ملي اردو ځواکونو بلخ ولایت کې د کرونا ویروس د مخنیوي په تړاو د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ

comments 0

هندوکش ــ بلخ: د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف او په دې ولایت پورې اړوند ولسوالیو کې د۲۰۹ شاهین قول اردو منسوبینو له لوري د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي کمپاین ترسره کړ .
د شاهین قول اردو مطبوعاتي مسولین وايي، همدا مهال د یادې قول اردو سرتیري او منسوبین له دښمن سره د جګړې په لومړی کرښه او د خپل وطن په دفاع سربیره خپلو خلکو ته د کرونا وژونکي ویروس په اړه معلومات او عامه پوهاوی ترسره کوي.
په ورته وخت کې د یاد ولایت اوسیدونکي له افغان ځواکونو خوښ دي او د دوی د هڅو او قربانیو ستاینه کوي.
عاطفه مصمم

Comments