د ملي اردو دریو جنرالانو په ګدون ۸ تنه په بند محکوم شول

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: وظیفې نه د ناوړه ګټې اخیستو او جعلي اسنادو په تور د کابل یوې محکمې د ملي دفاع وزارت دریو جنرالانو په ګدون ۸ تنه له ۱۳ میاشتو تر ۲۰ کاله بند محکوم کړل.
د ملي دفاع وزارت چارواکي وایي چاې دغو پوځیانو د یو میلیون او ۲۰۰ زره امریکایي ډ‌الرو په ارزښت د څو سوه زره لیټره تېلو د اختلاس تور وو.
محکوم شوي کسان څه باندې دوه اونۍ مخکې د اداري فساد په تور نیول شوي وو او د سې شنبې په ورځ په کابل کې په لومړنۍ محکمه کې څرګند شول.
خبر کې محکوم شوي کسان هر یو محمود د عبدالظاهر زوی ته ۲۰ کاله، عبدالعظیم ته ۱۸ کاله او ۵ میاشتې، عبدالقدیر، محمد معروف او محمد هارون ته دوه کاله او دوه میاشتې او محمد اصغر او احمد جان ته د یو کال او یوې میاشتې سزا واورله.
خو د افغانستان د قوانینو له مخې د لومړۍ محکمې پريکړه وروستۍ نه وي، تورن کسان خپلې دوسیسې استناف محکمې ته وړاندې کولی شي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم درنو جرمونو سره د مبارزې ځانګړي عدلي او قضايي مرکز د ملي پوځ څو تنه افسران په رشوت اخیستلو تورن کړي وو او د بند سزا یې هم ور اورولې وه.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply