د ملاعمر غیرت او د ملا فاضل جهالت / صاحبزاده مشرقیوال

comments 0

څوورځی مخکی می په قطرکی میشت د طالبانود یو مشرملا فاضل یونهایت بی خونده اوبی ربطه او د هر مجاهد او باالخصوص طالب دپارهد شرم اوعارنه ډک یوصوتي کلپ یا مقطع واوریده چی هم یی د عالمي مجاهدینو اوهم د خپلوطالب مشرانو په قربانۍ خا وری اړولياوددروغواوافترا نه ډک اظهارات یی کړي اود شرم نه ډک ددغه مقطع په نشرباندی اوس طالب مشرانوپابندي هم لګولی ترڅو ملت د دوی پهخیانتونو خبرنه شي  خود نیکه مرغه چی مونږته نوموړی مقطع رارسیدلی.

    مخکی ددی چی د طالب په حال اوماضي لږه رڼا واچوولوستونکي او ټول قهرمان ولس، اسلامي امت اومخلص مجاهدین دی خبروی چی دقطر طالب مشرانود امریکایانوسره د شیخ آیمن الظواهري سودا کړی فقط په پټه خوله د هغه وژل او یا د ژوندي کار پاتی دی اوپه دی خبرهمونږه کره شواهد لرو .اولس دی په دی هم خبروي چی په اسلامي نړۍ کی د امریکا د ټولو نه غټ نظامي مرکزپه قطرکی دی اوددغه نظاميمرکزپه خواکی د همدی امریکا په مصرف جوړشوی د طالبانودفترد امریکا هدیه ده او د طالبانو په همدغه دفترکی امریکایانو داسی آلات لکوليچی طالب په تشناب کی هوا خارج کړي نوهم په پنټګان اوسپینه ماڼۍ کی اوریدل کیږي اودا آلات د طالب پلارهم نه شي پیداکولی . د نن بیخونده طالب مشران دداسی استخباراتي شبکو په لاس کی پریوتي چی په کلونوکلونود خپلو مخالفینو په استخباراتوکی پټی مهری تربیهکوي او دمخالف ملکونو استخباراتي مراکزوته اوسفارتونوته جاسوسي آلات رسوي اونصب کوي یی نو طالب د کوم باغ ملۍ ده چی ددیآلاتونه به بچ پاتی شي.

    خونن د فاضل په نامه تش په نوم ملا راپاڅي اود هغه مجاهدینوپرخلاف خبری کوي اوددرواغوافتراګانی پری کوي دکومو نه ددفاع پهخاطرچی مشرملاصاحب خپل ټول امارت قرباني کړاوامارت په کلی توګه د منځه لاړاوهمدغه عالمي مجاهدین ووچی بیرته یی د جهاد په صفکی نوی روح پوکړ اوتردوه کالوپوری د امارت د مکملی خاتمی باوجود یی د وزیرستان د قبایلونه د جهاد بیرغ رپاند وساته او ترآخره د امارتسره بیعت کی پاتی شو خو اوس امارت دهغوی دسرونو سوداګانی کوي. موجوده امارت د امریکایانو او پاکستانیانو سره  د تحریک طالبانپاکستان ، القاعده او داعش پرخلاف د جنګ اوتصفیی تعهد کړی . اود طالبانوموجوده خاین امارت اود موجوده ملا برادرچی یوګونګ اومسخشوی انسان دی او لس دقیقی خبری هم نه شي کولی اود هیبت الله او ملا منصورپه لاس اود پاکستان اوامریکا په پلان د ملادادالله رحمه الله پهشان قهرمان اود هغه ټوله کورنۍ او په په سلګونود ازبک اوچیچین مجاهدینوکورنۍ د ښځواوماشومانوسره شهدانی کړی چی د هغی کرهشواهد موجود دي . د امارت دسقوط په وخت کی هم مخلص مجاهدین قرباني شو، بندیان شواوپه امارت کی د پاکستاني استخباراتو مهری بچاو د پاکستان په اسلام آباد، ایبټ آباد کویټه اوکوهاټ کی میشته شو.

    په ذکر شوي صوتي کلپ یا مقطع کی جاهل ملافاضل وایی ( د قطرمعاهده ۹۹ په سلوکی د طالبانوپه ګټه ده او ۹۱ په سلوکی د امریکایانوپهګټه ده ) دی ته وایی محاسبه اودی ته وایی تش پکړي مار ملا فاضل !!!! مقطع نغده موجوده ده . دا هماغه طالب مشران دي چی د امارت په وختکی ترینه یوصحافي پوښتنه کوي چی تاسی د لوبوخلاف یاست او د هوا په څپویی ټوله دنیا اوري چی طالب مشروايي ( یایا دا خبره غلطهده مونږد لوبو خلاف نه یواومونږدا منوچی فټبال د بدن دپاره ډیر ښه جمناسټک دی) دا هماغه جاهل طالب دی چی په فورمه کی د مجرد دپارهبی ناموسه لیکي ههههههه دغه دطالب تخصص دی اودا دهغه چا مقابله کوي چی د فقط د کوډ شوو یا مشفروالفاظو د ډیکوډ کولویا عاديحالت ته د راوړلودپاره دکتوره متخصصین لري.

    منو چی د کفرمقابله په ایمان کیږي خوآیا د کفرمقابله به هغه څوک کوي چی د هغوی د غټواسلحونه نیولی تریوکارتوس پوری پردي جوړوياوپردي یی ورکوي اوپخپله به نه سیواد نه ډګري اونه کوم تخصص لري اود استخباراتو اوهیروینواوآپین په عشربه جهاد پالي اود جنت لاربهیی بولي . په پاکستان کی به اوسیږي اودرواغ به وايي چی مونږ پاکستان کی نه یو. په قطرکی په دسترخوان به د امریکایی اډی په څنګ کیارګيٍ اچوي اود هرپاس اولاندی ارګي نه به یی دډالربوي راځي اوبیا دعوه به د امریکا سره د دشمنۍ کوی؟ پاکستاني استخبارات به د پنجابيمسعود اظهرمولانا دهند دبند نه د راخلاصولودپاره د نیپال نه هندي طیاره راتښتوي اوپه لاهور کی به پکی تیل اچوي نوره اسلحه به ورکوياوبیا به د طالب نه لاس پاک جوړوي اوطیاره به په کندهارکی طالبانوسره دروي اوپه خپل زعم متخصص اومؤمن طالب به په دی هرڅه خاموشپاتی کیږي. وايي چی :

پرتوګ دی سوړی سوړی راوړچی هره سوړه دی ګنډم ژړارازینه .

    زمونږد ساده افغانانومشکل دادی چی د هری پکړۍ اوږیری والا په ظاهري شکل غولیږي اود اسلام په نوم دوکه کیږي. کرنل امام د همدغهساده افغانانود سادګۍ یوه ښه بیلګه ده چی یومکاراوعیاش اود انګریزي قانون اوهیرامنډی محافظ  کرنیل بیا افغانان په خپلی ږیری اوپکړیغولوي اود افغانانوپه لمونځ کی امامت کوي اودغسی هغه د کرنل امام په نوم شهرت مومي . اوباالاخره دغه مکارکرنل امام د ریښتیني مجاهدحکیم الله محسود رحمه الله په لاس وژل کیږي خود حقاني شبکه اودکویټی شوری د کرنل امام د راخلاصولوکوشش کوي. دملافاضل کیسه همداسی ده . یومطلق جاهل چی لیک لوست هم نه شي کولی اوزه په ننګونی سره وایم چی که ملا فاضل دری کرښی صحیح عربي عبارت ولوستنومونږ به دده ملایي ومنواو زه هری شرعي محکمی ته تیاریم چی د خپلوخبرودفاع وکړم . بی سیواده ملافاضل د طالبانوپه وخت کی فقط دضرورت په اساس د خپلی ګاوډبۍ له امله د خط مشروټاکل شواولکه په پاکستان کی چی جهادي مشران فقط دامریکا اونړیوالود ضرورت ًپهاساس د روس پرخلاف مشران وټاکل شوهمدغه شان د ملافاضل په څیرد امریکا په ونډه مست جاهلان په مونږ اوس راتپل کیږي اود پردو لخواپالل کیږي. مونږباید راویښ شواود حق آوازپورته کړو.

Comments