د مقر ولسوالۍ امنیه قوماندان د ماین په چاودنه کې وژل شوې دې

comments 0

هندوکش – بادغیس: هندوکوش خبري ویب پاڼې سره په خبرو کې د یاد ولایت امنیتي چارواکو تاییده کړې چې د ماین په چاودنه کې د مقر ولسواۍ امنیه قوماندان وژل شوې دې.
د چارواکو په وینا،تيره ورځ د مقر ولسوالۍ د امنيې قومندان “محمد اسماعیل” د سپرلۍ پر موټر چاودنه شوې چې نوموړي پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
نقيب اميني د بادغيس د پوليسو ویاند ویلي، پېښه پرون ماذيګر د ولسوالۍ مربوط په ميرانزايي سيمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې نوموړي غوښتل د پوستې څخه ليدنه وکړي.
د اميني په وينا، دغه ماین په ځمکه کې د طالبانو له لوري مخکې ځای پرځای شوی و چې په ترڅ کې يې د امنيه قومندان په ګډون د هغه يو ساتونکی هم وژل شوی.
طالبانو د برید مسولیت په غاړه اخیستې او ویلي دي چې ماین دوې ځای پر ځاې کړې چې له امله یې قوماندان وژل شوې دې.
امیر حسین سلجوقي

Comments