د معمرالقذافي کشر زوی له زندانه خوشی شول

comments 0

هندوکش – لیبیا : سیف الاسلام د لیبیا پخواني ولسمشر معمرالقذافي کشر زوی چی طرابلس کې په اعدام محکوم شوی و، شپږ کاله وروسته له زندانه خوشې شوی دې.
د هندوکش بهرنی څانګي خبریال محمد امان دوران د خبر له مخې دا خبر د ابو بکر الصدیق کنډک په نامه ډلې پر فیسبوکپاڼې خپور کړی چې : «سیف الاسلام قذافي د معمذالقذافی کشر زوی د تېرې جمعې په شپه خوشی شوی دی».
د ابوبکر الصدیق ډلې یو غړي چې تردې مخکې سیف الاسلام سره په زنتان ښار کې بندي و د نوموړي د خوشي کولو لامل د هغه بښل ویلی ده.
د معمر القذافی دغه کشر زوی چي د خلکو له پاڅون وروسته نیول شوی د بشري ضد جرمونو په تور دوه کاله وړاندې د طرابلس په یوې کې محکمې په اعدام محکوم شو، خو اوس له شپږ کاله بند وروسته خوشي شوی دی.
ولیدل شي چې نومورې خپل پلار سیاست ته ادامه ورکوي يا یو لیبیايي عام وګړي غوندي ژوند غوړه کوي.
محمد امان دوران

Comments

Leave a Reply