د معدې د ناروغیو درملنه

comments 0

0 Views

د هغوی لپاره چې د معدې دردونه لري لوستل یې اړین دي
نعنا د معدې دردونو لپاره درمل دي ، له ډېرو مطالعو او څېړنو وروسته د نعنا کوډګره اغېزه د معدې د درد پر وړاندې منل شوه.
د معدې دردونه کېدای شي د ناوړه خوړو او یاذهني اندېښنو له وجې منځ ته راشي که چېرې د معدې له دردونو سره مخ شوی ضروري نده چې داکتر ته ولاړ شئ یوازې لاندې آسانه درملنه او لارې چارې عملي کړئ.
نعناع
د نعنا غوړي هم د معدې دردونو لپاره ګټور دي مګر د هغوی لپاره چې د معدې له دردونو شکایت کوي باید د نعنا له چایو ګټه واخلي په پام کې ولرئ چې ټول بوټي د معدې دردونو لپاره ګټور نډي او کېدای شي د معدې د سوزېدو سبب شي.
ژوره ساه
که تاسو د معدې د سوځېدو څخه شکایت لر ئ د آرام کولو لپاره یې له ژورې ساه ګټه واخلئ د آباما پوهنتون په انګلسان کې د یوې څېړنې په پایله کې ثابته کړه د ژورو ساه په اخېستلو کولای شو د معدې له سوځېدو او تیزابي کېدو مخنیوی وکړو.
زنجبیل
مونږ ډېر اورېدلي چې زنجبیل د ډېرو ناروغیو پر وړاندې ګټور خاصیتونه لري مګر د زنجبیل ډېره ګټه د معدې او هاضمې سیستم سره ده ، مګر کولای شو چې زنجبیل له چای سره استفاده کړو

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply