د مصر پلازمینه قاهره کې اور لګیدنې مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

هندوکش – مصر: د مصري رسنیو د راپورونو له مخې د مصر په پلازمېنه قاهره کې د اورلګېدنې له امله شاوخوا ۲۴ کسان وژل شوي او تر ۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

راپورونه وایي چې دا اورلګېدنه وروسته تر هغه رامنځته شوه کله چې یو ریل ګاډی د رمسیس په سیمه کې له یو دیوال سره وجنګېد. مصري چارواکي وایي چې د یاد ټکر له امله سمدستي اورلګېدلی دی او اور دومره تېز خور شوی دی چې دوی ته یې د خلکو د بچولو وخت هم نه دی ورکړی.

چارواکي زیاتوي، د اور وژنې ډله سیمې ته رسېدلې او له څو ساعتونو وروسته د اور په کنټرولولو بریالۍ شوې ده.

محمد حنیف بیدار

Comments