د مشورتي جرګې پریکړه عملي کیږي

comments 0

هندوکش – کابل: ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک به عملي کېږي.
تیره ورځ ولسمشر محمد اشرف غني له یو شمېر دیني عالمانو سره په کتنه کې ویلي، د سولې مشورتي لویې جرګې پرېکړه لیک په عمل بدلېږي.
ولسمشر له علماؤ غوښتي چې د دیني مدرسو د داسې یو واحد نصاب برخه کې چې په وینا یې له ټولنې سره مناسب وي، همکاري او مشوره ورکړي.
اشرف غني ویلي، د علماو له ظرفیت به اغېزمنه ګټه پورته کوي او د هغوی د ژوند د اسانتیاوو برابرولو ته به هم پاملرنه کوي.
ولسمشر داسې مهال دا خبرې کوي چې همدا تیره اوونۍ په ننګرهار کې ګڼ شمېر دیني عالمان د ناپیژانده وسله والو په بیلا بیلو بریدونو کې ووژل شول.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments