د مشرانو جرګې مشاور د تروریستي فعالیتونو په تور ونیول شو

comments 0

هندوکش – کابل: د مشرانو جرګې مشاور حاجي دلاور د یو لړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې د کابل په ۱۲مه ناحیه کې له موټرو او وسله والو سره نیول شوی.
حاجي دلاور باندې د تروریستي فعالیتونو او ترهګرو ته د امکاناتو برابرولو تور دی.
له دلاور څخه جعلي پيلټونه، ناقانونه وسلې، پاکستانی شناختي کارډ، اوه سوه زره کلدارې او نورو توکي نیول شوي چې تر څېړنو لاندې دی.
حاجي دلاور د مشرانو جرګې کارت او پلیټونه درلودل چې له ډیرې مودې راهیسې د پولیسو تر څارنې لاندې و.
دلاور باندې د ځینو بریدونو تور دی چې بریدګر یې تر هدف رسولې او امکانات یې ورته برابر کړي دي.
مشرانو جرګې بیا ویلي چې دلاور ورسره تېر کال د مشاوریت قرارداد درلود، خو سږ کال دا قرارداد نه و تمدید شوی.
عبید رادپور

Comments