د مسکو غونډه وځنډول شوه

comments 0

هندوکش – مسکو: د مسکو غونډه د افغان حکومت او روسیې په مشوره وځنډول شوه.
روسیې ومنله چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ به د سولې بهیر سره اغیزمنه مرسته کوي.
تیره ورځ مازدیګر مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ټیلیفوني خبرو کې منلې چې له افغان حکومت سره به په همغږۍ د سولې هڅې روانې ساتي.
په دغه ټیلیفوني خبرو کې دواړو لوریو پرېکړه کړې چې د سیپټمبر پر څلورمه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې غونډه به وځنډوي.
دغه غونډه ځکه وځنډېده چې افغان حکومت او روسیه په ګډه د دغې ناستې لپاره تیاری ونیسي او د دغې غونډې کوربتوب په ګډه مدیریت کړي.
د غونډې تر جوړېدو به افغان حکومت په کور دننه مشورې کوي، چې څنګه کولی شي یاده غونډه په کوم وخت او څنګه مدیریت کړي.
محمد امان دوران

Comments