د مسلمانۍ تمثیل !؟ غازي ځدران

comments 0

درې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د اسرایلو پلازمېنه به له تل ابیب څخه بیت المقدس ته انتقالوي او امریکا به خپل سفارت هم بیت المقدس ته ولیږي.

دا چې د امریکا هدف له دې پریکړې څه دی، خو تر ټولو اړینه یې دا چې د افغانانو په وضعیت یو څه ولیکم.

که حقیقت ووایو موږ تل د بل ډول ته ګډیدلي یو، تل د بل د ګټو لپاره استعمال شوي یو، خپل ځان او خپل هېواد ته مو پام نه وي، خو د نورو هېوادونو په غم او درد ژاړو.

هغه پوهانو رښتیا ویلي چې د ځان لپاره دې څه و نه کړل، د بل لپاره هم هیڅ یې او هیڅ مشکل یې نه شې حل کولی، پيل باید خلک له ځانه وکړي، د ځان اصلاح د جهان اصلاح ده.

افغانان کلونه وشول چې د پردۍ جګړې قرباني دي او پردۍ وسله یې د پردیو د ګټو لپاره اخیستې او خپل ورور پرې وژني، د کلونو اوږدې جګړې کې هره ورځ مسلمانان وژل کیږي، ماشومان ښځې وژل کیږي، جوماتونه ورانیږي، قرانکریمونه سوځول کیږي، افغانان چپ دي، ځکه چې مسلمان دا کار کوي، خو کله چې یهود، نصارا او بې دینه په نورو هېوادونو کې کوم اقدام وکړي، بیا نو تر ټولو وړاندې سړکونو ته راوځي، لارې بندوي او عامه ځایونه سوځوي.

ستاسې به په یاد چې کله راپورونه خپاره شول چې امریکایانو په بګرام هوایي اډه کې د قرانکریم سپکاوی کړی، د هېواد په ټولو ولایتونو کې لاریونونه وشول، بازارونه وسوځیدل، موټرونه وسوځیدل، شیشې یې ماتې شوې، له پولیسو سره یې تاوتریخوالی رامنځ ته شو، ټپیان او مړي پکې وشول، خو هره ورځ د طالب او داعش جګړه کې قرانکریمونه سوځي، جوماتونه ورانیږي، په هغې هیڅ غبرګون نشته،ولې؟

تاسو تېر کال ولیدل چې په شاهین قول اردو د طالبانو یوه ډله ننوته او هلته یې په مسجد کې هم د ملي اردو سرتېري ووژل او په ډزو کې یې قرانکریمونه هم وسوځیدل، خو همدا مسلمانان چې نن د بیت المقدس او فلسطین په ملاتړ راوځي، هیڅ یې هم و نه ویل، ایا دا د خدای کور نه و، ایا په دې کور کې په سجده پروت مسلمان نه و، ولې اخر ولې؟

زه دا نه وایم چې تاسو د بیت المقدس په تړاو د امریکا د پریکړې په غبرګون کې مه راوځئ، دا هم نه وایم چې ګنې تاسو له بیت المقدس ملاتړ مه کوئ، خو دا کار دې هغه خلک وکړي چې په کور دننه یې جګړه غندلي وي، دا دې هغه خلک وکړي چې د طالب او داعش پروړاندې یې خپل دریځ په ډاګه کړی وي چې هره ورځ جوماتونو باندې بریدونه کوي.

تاسو ولیدل چې یواځې سږ کال کابل کې درې جوماتونو باندې داعش وسله والو ځانمرګي بریدونه کړي چې پکې قرانکریمونه سوځیدلي او محرابونه یې په وینو لړلي، ولې د دې جوماتونو په ملاتړ را و نه وتلی، ولې مو داعش ته خبرداری ور نه کړې چې زموږ جومات کې ولې ځانمرګي بریدونه کوئ، ولې مو طالب ته و نه ویل چې په کوم دین کې په جومات برید توجیه کوي.

پردي ډول ته ګډیدل په دې مانا چې افراطي افغانان خپل وضعیت ته نه ګوري، خو اردغان ستایي چې له اسرایلو سره اړیکې پرې کړې، د اسرایلو سفارت یې ترکیه کې بند کړ، که څه هم دا راپورونه سم نه دي، خو د افغانانو دا څڼې د څه لپاره چې بې واره یې د اردغان لپاره اچوي، په دې فکر نه کوي چې اسرایل خو د فلسطینیانو ازلي دښمن دی، ولې یې سفارت ورکړی و چې اوس یې بند کړ، (یاایهاالذین امنو لا تتخذالیهود والنصرای اولیاء بعضهم اولیا بعض) تر جمه « یا هغه کسانو چې تاسو ایمان راوړی، مه نیسې یهود او او نصارا په دوستۍ باندې » د اردغان دا ایات هیر و چې له اسرایلو سره یې ګټې شریکولې او اسراییل یې په ملګرتیا نیول.

نن چې د کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې خلک لارو سړکونو ته راوتلي و، دا ښه خبره وه، دا ایماني او اسلامي جذبه ښيي د افغانانو، خو دې ته ځکه تمثیل ویلی شو چې همدا نن د ننګرهار په مومندرې ولسوالۍ په یو جومات کې چاودنه شوې، ملا امام شهید دی او لمونځ کوونکي ټپيان دي، ولې د دې په غبرګون کې خلک راو نه وتل، ایا دا چې چاودنه پرې شوې، یهود او نصارا و، ایا دا افغانان او مسلمانان نه و، دومره څوک پیدا نه شول چې دا چاودنه وغندي.

زه باور لرم، که د افراطي ډلو، عامه ځایونو کې بریدګرو او افغان وژونکو په غبرګون کې همدومره خلک راوتلی وی، هیچا به جرات نه وی کړی چې د افغانانو پرضد یې جګړه کړی وای، یا یې جوماتونه او عامه ځایونه په نښه کړی وای.

که موږ او نور اسلامي هېوادونه له افراطي جګړې وزګار وای، باور لرم چې اوس به امریکا او اسرایلو د مسلمانانو د لومړۍ کعبې په تړاو داسې پریکړه هیڅ وخت نه وی کړی، نو راځئ له تمثیل تېر شئ، لومړی یې له ځانه پيل کړئ او بیا نورو هېوادونو ته لاس ورکړئ.

 

Comments

Leave a Reply