د مزدور طالب یوه بله رسوايي

comments 0

طالبانو پنځه کال وړاندې یو کاناډايي سړی او د هغه امریکایي میرمن یرغمل کړل او پنځه کاله یې وساتل، طالبانو د نیول شویو کسانو ویډیو خپره کړه او په بدل کې یې د حقاني د زوی انیس حقاني او څو نورو زندانیانو د خوشې کیدو غوښتنه کوله.

طالبانو فکر کاوه چې په کاناډايي سړي او امریکایي میرمنې به د انیس حقاني زوی خوشې کړي او د دې کار لپاره یې دا دواړه کسان سره د اولادونو داسې سیمې ته وړي و چې چاته یې درک و نه لګي، خو بلاخره طالبان خبر هم نه و چې د پاکستان څارګرې ادارې پرې د امریکا له څارګرې ادارې سره معامله وکړه او کسان یې خوشې کړل.

د طالبانو یا حقاني شبکې له منګلو د یوې کورنۍ ازادیدل په داسې حال کې چې طالبان پرې خبر هم نه وي، کومه وړه موضوع  نه ده، د دې موضوع ترشا اوس سل خبرې دي، پر دې خبرو باید هغه طالبانو سر خلاص کړي چې د یوې بې مفهومه او بې ګټې جګړې لپاره جنګیږي.

طالبانو د دې کورنۍ له نیولو سره په ښځې درې ځله جنسي تېری کړی او یوه لور یې هم ور وژلې ده، طالبان ځکه نه دي ملامت چې له هر ډول محرومیتونو سره مخ دي او هغه څه چې په خپلو جنګیالیو منع کړي د ځان لپاره غواړي.

طالبان چې هر ځای خپل افغان ونیسي او د دښمن ټاپه پرې ووهي، ساه اخیستو ته یې نه پریږدي او ځای په ځای یې صحرايي محکمه کې وژني، خو هغه کورنۍ یې څنګه له ولکې ووته چې د دوی لپاره ډيره قیمتي وه او یو قیمتي سړي باندې د معاملې خبرې یې پرې کولې.

طالبانو ته د افغان وینه ارزانه ده، ځکه د پاکستان په دستور او پاکستاني ملایانو په فتوا هر هغه افغان چې د طالب سره په لار نه ځي، طالبانو لپاره یې وژل روا کړي او د دې کار په بدل کې د طالبانو مشران له پاکستان امتیازات اخلي او د ژوند امکانات پرې برابروي.

هغه طالبان چې په جګړه کې د افغان ځواکونو او نورو افغانانو پروړاندې جګړه کوي، اوس یې موقع ده چې له خپلو مشرانو وپوښتي چې څنګه یوه امریکایي کورنۍ د پاکستان ای ایس ای د امریکا سي ای اې ته وسپارله او طالبان ترې هیڅ خبره نه دي.

دې معاملې یو ځل بیا په ډاګه کړه چې طالبان نه د پاکستان له اطاعت وتلی شي او نه به ووځي، په دې وروستیو کې طالبانو په افتخار سره ویل چې مشران یې اوس پاکستان کې نه دي او افغانستان کې ژوند کوي، خو د دې کورنۍ له خوشې کیدو سره یې بیا اصلیت په ډاګه شو چې د دې ډلې مشران د پنجاب په غیږ کې د ارام سا اخلي او پردي اولادونه د بې هدفه جګړې لپاره جنګوي.

کله چې یوه ډله او یا مشران یې په یو هېواد کې له ټولو امکاناتو او امتیازاتو برخمن وي، هغه ډله څنګه کولای شي خلک په د اسلام په نامه راټول او د یو مشروع دولت پروړاندې یې وجنګوي.

دلته زموږ ټوله بد قسمتي په ناپوهۍ کې ده چې  د طالبانو لیکې د ناپوه او نالوستې کسان څخه ډکې دي او کیدای شي د دې پېښې په تړاو هم ناسم مالومات خپلو ډلو ته ورکړي او ځان ته برات ورکړي.

د طالبانو لیکو کې چې ټول یې نالوستي او د خیرن فکر خاوندان دي، د خپلو مشرانو هر ډول تبلیغات او خبرې پرته له کومې نیوکې او شننې اوري او عمل پرې کوي، طالبان به خپلو ډلو ته ووایي چې دا تبلیغات دي او دا موضوع به سړه کړي، خو د طالبانو دا ډول کارونه ټول اسلام ته زیان اړوي، ځکه طالبانو اوس اسلام سپر کړی او له دې نومه په ګټنې د پاکستان پروژې مخ ته وي، د مشرانو یې ساعت تېر دی او پردې اولادونه یې په جګړه کې سټ کړل.

سید عبدالله پاچا

Comments

Leave a Reply