د مخکنیو کمشنرانو ځینې دوسیې بشپړې شوي

comments 0

هندوکش – کابل: لویې څارنوالۍ د کمشنرانو د قضیو د څیړلو یوه برخه بشپړه کړې او محکمې ته یې لیږي.
لویه څارنوالۍ وايي٬ په دې تړاو به دعدلي او قضايي مرکز ځانکړې محکمه پریکړه کوي٬او د شکایتونو څیړل لاهم دوام لري.
لویه څارنوالي د پنځویشت ولایتونو شکایتونو څیړلې او ډير ژر به یې په تړاو باندې پریکړه وکړي.
لوی څارنوالۍ نه دي ویلي چې د کومو کمشنرانو دوسیې بشپړې شوي، خو ټینګار یې کړی چې ټولو مواردو ته به رسیدګي کیږي.
مخکیني کمشنران د بې غوره، ناسم مدیریت او فساد له کبله له دندو لیرې شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.
عبید رادپور

Comments