د مخابراتو وزارت: د مخابراتي شرکتونو د انټرنټ بیې راکمې شوې

comments 0

هندوکش ــ کابل: د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وایي چې د پرله‌پسې هڅو په لړ کې د مخابراتي شرکتونو انټرنټ بیې راکمې شوې.
دا خبره یاد وزارت پرون یکشنبه د مخابراتي شرکتونو له استازو سره تر ناستې وروسته اعلان کړه.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي د مخابراتي شرکتونو له استازو سره په ناسته کې د کرونا ویروس له امله په افغانستان او نړۍ کې روان وضعیت ته په اشارې ویلي چې خلک له هر وخته زیات اوس انټرنټ کاروي او په‌کار ده چې بیې‌یې راټيټې شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د بیان له مخې د مخابراتي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې په خپلو پرچون انټرنټ بیو کې په منځنۍ کچه له ۴۷نیم فیصده نیولې تر ۷۰،۷ سلنه تخفیف وړاندې کوي.
د بېلګې په توګه که پخوا د نږدې شپږ جي بي انټرنټ بیه ۶۰۰ افغانۍ وه اوس شاوخوا ۴۰۰ ته راکمه شوې.
همداراز د دوه جي بي او درې سوه ام بي انټرنټ بیه له ۳۸۰ اوس ۲۵۰ ته راښکته شوې ده.
د مخابراتو وزارت په خپله اعلامیه کې د انټرنټي کڅوړو د بیو د کمښت ټول جزئیات بیان کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments