د مخابراتو مخکینی وزیر ونیول شو

comments 0

هندوکش – کابل: د مخابراتو پخوانی وزیر عبدالرزاق واحدي ونیول شو.
عبدالرزاق واحدي په اداري فساد تورن پيژندل شوی چې نن د کابل پولیسو له لوري ونیول شو.
واحدي د وري په اتلسمه محاکمه کې مجرم پيژندل شوی او محکمې یې د نیولو امر ورکړی و.
داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې واحدي په درې کلن بند او دولس زره افغانیو نغدي جریمه شوی دی.
واحدي یو له هغو پنځو افغان وزیرانو دی چې لویې څارنوالۍ له لوري یې د فساد دوسیې بشپړې شوي دي او له وړاندې ممنوع الخروج اعلان شوي.
واحدي د مخابراتو وزارت کې د فساد او بې غورۍ په تور برات ترلاسه کړ، خو ماليې وزارت کې د فساد له کبله بندي شو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Comments